د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د ملي روغتیايي خدمتونو د همغږۍ او مقرراتو وزارت، افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په توګه د روغتونونو د بیارغونې لپاره یوه روغتیايي ډله ورلېږلې ده.

دغې ورځپاڼې په خپور کړي رپوټ کې ویلي، روغتیايي ډله چې په‌کې انجیران او تخنیکي متخصصان شامل دي، تراوسه یې په ننګرهار، کابل او لوګر ولایتونو کې د درېوو روغتونونو د بیارغونې کار بشپړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په رپوټ کې راغلي چې دغه موضوع د پاکستان د بهرنیو، کورنیو او روغتیا وزارتونو د استازیو د همغږۍ په ناسته کې شریکه شوې ده. په دغه ناسته کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان په روغتونونو کې د دوو میلیارډو پاکستاني کلدارو په رزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو د لګولو بهیر روان دی.

اکسپریس ټربیون ورځپاڼې زیاته کړې چې په دې وروستیو کې پاکستان په بندرونو کې ناروغانو ته د روغتیايي ویزو د اسانتیا برابرولو سربېره، له افغانستان سره د پاکستان له لوري د بشردوستانه مرستو په توګه د ۵۰۰ میلیونه روپیو په اندازه د درملو د مرستې خبر هم ورکړی دی.

د رپوټونو پربنسټ، ټاکل شوې چې د پاکستان د درمل جوړونې د صنعت یو پلاوی په افغانستان کې د پانګونې او د درملو د تولید لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د افغانستان روغتیايي برخه د پاشلتیا له ګواښ سره مخ ده او ګڼ‌شمېر هېواد‌وال په روغتونونو کې د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره  مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام