Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان ته د ملګروملتونو د پلاوي سفر پای؛ «۲۵میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري»

عبدالسلام-حنفی

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړي پلاوي څلور ورځنی سفر چې مشري یې د یاد سازمان د سرمنشي مرستیالې امنې محمد کوله، د ښځو حقونو او بشري وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پای ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د یاد پلاوي له‌خوا په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت ستر ناورین دی او په وینا یې، څه باندې ۲۵میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي: «هر هغه څه چې اوس په افغانستان کې روان دي، د ښځو د حقونو برخه کې یو لوی ناورین او نړیوالې ټولنې ته د خطر زنګ دی. له دې ښکاري چې د ښځو د حقونو په برخه کې د تیرو څو لسیزو پرمختګ څومره په ښکاره ډول د یو څه مودې په تېرېدو سره له منځه ځي. ملګري ملتونو او شریکان یې هڅه کوي افغانستان کې له ۲۵میلیونه ډیرو هغو افغانانو سره بشري مرسته وکړي چې جدي اړتیا ورته لري.»

د ملګروملتونو د پلاوي سفر په پایته رسېدو او د افغناستان اوسني وضعیت څخه اندېښنو سره هم‌مهاله، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېرو پنځو کلونو ته په پرتله افغانستان کې د اړمنو کسانو کچه نږدې ۳۵۰ سلنه زیاته شوې ده.

د اوچا په وینا، اقتصادي ننګونې، د اقلیم بدلون، لوږه او د جګړې ناوړه پایلې لامل شوې چې افغانستان کې د اړمنو کسانو کچه لوړه شي.

په ورته مهال د پوهنتون استاد او د اقتصادي مسایلو کارپوه بهمن یوسفي وویل، هېواد کې د اقتصادي نظام ګډوډېدو د ژوند ټولې برخې اغېزمنې کړي ، که سرپرست حکومت او نړیواله ټولنه د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره لا ډېر پام ونه کړي، حالات به تر دې هم خراب شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د اقتصادي نظام پاشلتیا افغانستان د خلکو پر ټولو برخو اغېز کوي. حکومت او نړۍ باید دغه هېواد کې د ناورین رامنځته کېدو مخه ونیسي. تراوسه هم که د فاجعې لمن پراخه نه وه، د مرستو او د خلکو د خوراکي توکو د زېرمې له امله ده.»

 د نورو بحرانونو ترڅنګ، اوسنیو شرایطو کې افغانان د اقلیم بدلونونو او د چاپېریال ساتنې بحران له خطر سره هم مخ دي. د رسمي شمېرو پر بنسټ، دې وروستیو ورځو کې د سړې هوا په دلیل شاوخوا ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چاپریال ساتنې برخې کارپوه باسط رحماني د چاپریال او طبیعي پېښو په اړه سلام‌وطندار ته وویل: «په اوسني وخت کې موږ د هوا د بدلون شاهدان یو. افغانستان هغه هېواد دی چې له اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز پلوه لږه وده لري او موږ کم امکانات لرو چې دا چاره به د نورو هېوادونو په پرتله د سړې هوا پر وړاندې ډېر وګواښي.»

دې سره، د نړیوالو اړیکو شنونکی محبوب محق وايي، د نړیوالې ټولنې اندېښنې ډېرې جدي دي او که اسلامي امارت د ښځو پر ژوند د محدودیتونو لرې کولو لپاره پر خپلو پرېکړو بیا کتنه ونه کړي، د مرستو کچه به ډېره کمه شي او د اسلامي امارت سرپرست حکومت به د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.

نوموړي وویل: «بدبخاته چې اندېښنې ډېرې دي. د ملګروملتونو محدودیتونه به دوام ولري او فعالیتونه به یې ټيټې کچې ته ورسېږي. د روان وضعیت پایلې به افغانستان کې ناورین وزېږوي او اسلامي امارت به خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د ملګروملتونو د پلاوي په سفر سره، د وضعیت بدلون لپاره یو لړ هیله‌مندۍ هم شته، خو دغه سفر داسې مهال پای‌ته ورسېده چې د معلوماتو له مخې، هېوادوال لاهم له سختې لوږې او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام