د میدان وردګ ولایت یوشمېر هغه اوسېدونکي چې له کورونا ویرووس نه بېرته رغېدلي، وېرېږي، که بیا پر دې ناروغي اخته شي، مړه به یې کړي.

د دوی په وینا، کورونا یوه وژونکې ناروغي ده چې باید جدي وګڼل شي او په اړه یې ټولو روغتیايي لارښوونو د ډاکټرانو سپارښتنو ته پام وشي.

د میدان وردګ یو اوسېدونکی سیدالرحمان یو ځل پر کورونا ویروس اخته شوی دی. هغه وايي، په لومړي ځل پر دغه ویروس اخته کېدو سره یې د ځان درد، تبې او ساه‌بندۍ تر څنګ، د بدن دفاعي سېسټم کمزوری شوی او که بیا پرې اخته شي، مړ به یې کړي.

په همدې حال کې نواب خان چې د میدان وردګ په ولایتي روغتون کې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوي، وايي چې له کورونا ناروغي تر رغېدو وروسته ورته پر یادې ناروغي د بیا اخته کېدو ویرې رواني ستونزې پیدا کړې دي.

د میدان وردګ د ولایتي روغتون د رواني ناروغیو متخصص محمدفاروق ثاقب وایي، کورونا ویرووس یوه وژونکې ناورغي ده او د ځان ساتلو لپاره باید پام ورته وشي. د هغه په خبره، خلک باید له دې ناروغي دومره ونه وېرېږي چې له کبله یې پر رواني ستونزو اخته شي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د کورونا ویرووس په خپرېدو سره خلکو ته ناسم پوهاوی ورکړل شو چې له امله یې ګڼې ستونزې ورته پیدا شوې.

ثاقب زیاتوي، په هېواد کې پر دې ناروغي ډېری اخته شوي کسان بېرته رغېدلي او دا ښيي چې یاده ناروغي هغومره هم وژونکې نه ده چې خلک یې په اړه اندېښنه لري.

کورونا ویروس لومړی په چین کې پیدا شوه او تر اوسه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې پرې میلیونونه کسان اخته شوي او ګڼ‌ نورو یې بیا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې کورونا لا هم په افغانستان کې یو ګواښ دی او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

پېغله راډیو‌-‌میدان وردګ


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د پېغلې راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام