پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټرېش سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اېکسپرېس ټریبیون لیکلي، په هغې ویناپاڼه کې چې د پاکستاني پلاوي له لوري په ملګرو ملتونو کې خپره شوې، لیکل شوي چې دواړو لوریو د سولهييز او باثباته افغانستان پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د بشردوستانه مرستو لپاره د اسانتیا برابرولو، د ثبات پیاوړتیا او د نجونو او ښځو پر زدهکړو
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ د خبرپاڼې له مخې، ګوټرېش د اسلامي همکاریو سازمان د رییس په توګه د پاکستان رول ستایلی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز، د افغان کډوالو د کوربهتوب له کبله پاکستان ستایلی دی.