د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د ملګرو ملتونو سازمان ۷۶مې کلنۍ غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې افغان مېرمې او نجونې باید له ټولو حقونو برخمنې وي او اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نور برخو کې خپله بشپړه وړتیا وښیي.

بایډن له طالبانو غواړي چې ټولو نړیوالو اصولو ته درناوی ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ولسمشر روانه لسیزه د ټولې نړۍ لپاره مهمه او برخلیک ټاکونکې بولي او وايي، متحده ایالتونه به راتلونکو کلونو کې له نړۍ سره خپلې اړیکې ورغوي او د جګړې پر ځای به پر نورو مهمو چارو پانګونه وکړي.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې یې شل کلنه جګړه پای ته رسولې، خو د ډیپلوماسۍ یو نوی بهیر به پیل کړي.

په همدې دې تړاو ځینې افغان شنونکي په دې باور دي، کومې غوښتنې چې د امریکا د ولسمشر په وینا کې وې، ښایي طالبانو ته هم د منلو وړ وي.

د نړیوالو چارو کارپوه محب‌الله شریف وایي، امریکا به تر ډیره له طالبانو سره له نرمۍ کار واخلي او طالبان هم باید له دې فرصت نه سمه ګټه پورته کړي، څو افغان حکومت او ولس له نړۍ سره وصل کړي.



د هغه په وینا، نړیوالو سره د افغانستان اړیکې باید د تقابل پر ځای په متقابل احترام ولاړې واوسي.

د چارو بل شنونکی حکمت الله شهباز وايي، طالب مشرانو په وار وار ویلي چې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو اسلامي امارت د ښځو پر وړاندې د زدکړو، کاري او ځینو نورو محدودیتونو څخه پر نړیوالو د فشار لپاره کار اخلي، ترڅو په رسمیت یې وپیژني او د افغانستان کنګل شوې پیسې بېرته ورکړي.

نوموړي وویل، که طالبان خپلو موخو ته ورسېږي، ښایي دا وضعیت سم شي.

هغه زیاته کړه: «اساسی خبره دا ده چې د مېرمنو د تحصیل او تعلیم په اړه د اسلامي امارت دریځ واضع دی او هغوی به وروسته له ځینو ملاحظاتو هغو ته اجازه ورکړې چې تحصیل وکړي، خو د کار ساحه به یې ښایي، څه محدوده وي او هغه به وروسته معلومه شي چې څه فشارونه راولي او څه غواړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې ځینو بهرنیو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو تر عمومي غونډې وړاندې دې سازمان ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دې د افغانستان په استازیتوب دې غونډه کې ګډون او وینا وکړي.

همداراز لیک کې ویل شوي، چې د طالبانو د قطر دفتر غړی سهیل شاهین ملګروملتونو کې د افغانستان د سفیر په توګه ګمارل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام