پاکستان کې یو‌شمېر افغان خبریالان له اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي. دغه افغان خبریالان چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره هم‌مهاله پاکستان ته تللي، وايي چې د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره لا هم یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان خبریال سمېع جهش چې د جمهوري نظام نسکورېدو سره سم، درېیم هېواد ته د رسېدو لپاره پاکستان ته تللی، تېره ورځ یې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د بې‌وزلۍ له امله اړ شوی چې خپله پښتورګي پلور ته کېږدي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «زه یوازې نه یم، زما په څېر سلګونه خبریالان چې ګواښل شوي او بندیان شوي پاکستان ته راغلي چې د دوی لپاره د حل لاره پیدا شي، خو له بده مرغه له یوه کال څخه زیات وخت په پاکستان کې یم، خو هېڅ سفارت موږ ته ویزه نه ده راکړې، ځکه دلته ډېر خلک راغلي او د خبریال په نوم یې جعلي اسناد جوړ کړي.»

همدا ډول پاکستان کې نور مېشت خبریالان هم اقتصادي ستونزو او بې‌برخلیکه وضعیت څخه شکایت کوي. میرویس ځاځی وايي، دغه هېواد کې د خبریالانو د لېږد بهیر خورا ټکنی دی، که دغه وضعیت همداسې روان وي، ستونزې به نورې هم ډېرې شي. د نوموړي په وینا، افغان خبریالانو ته پاکستان کې د کار زمینه برابر نه ده او د ویزو نېټې یې هم په بشپړېدو دي.

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته، د بېلابېلو لاملونو له امله افغانستان کې د ګڼو رسنیو فعالیتونه ځنډېدلي او یوشمېر خبریالانو چې هېواد کې یې د پاتې کېدو پرېکړه کړې، د ژوند د دوام لپاره یې درنو کارونو ته مخه کړې ده.

بل‌خوا ځینې هغه خبریالان چې دامهال افغانستان کې رسنیو کې کار کوي، کاري چاپېریال کې له محدودیتونو او اقتصادي ستونزو شکایت لري. کابل کې یوه خبریال نورالله ځاځي سلام‌وطندار ته وویل، کابل کې داسې خبریالان پېژني چې اقتصادي ستونزې ډېرې او ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. د نوموړي په وینا، دغو خبریالانو سره باید مرسته وشي.

په ورته وخت کې، د خبریالانو نړیوال فدراسیون په تازه‌ګۍ سره یوه رپوټ کې ویلي، تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ټولې نړۍ په سطحه هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې ۶۸ خبریالان وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د دغه رپوټ پر اساس، دغه کال کې افغانستان کې کوم خبریال نه دی وژل شوی، خو یوشمېر خبریالان نیونو او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وویل: «د لنډ وخت لپاره نیول او اطلاعاتو ته نه لاسرسی او ترڅنګ یې د رسنیو اقتصادي ستونزې دا ټول نړیوالو بنسټونو ته ورګرځي، موږ تېر یوه نیم کال کې خپلې هڅې وکړې او دې برخه کې مو اروپايي ټولنې او ملګروملتونو ته طرحې هم لېږلې دي.»

د یادونې وړ ده چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون خپل تازه رپوټ کې خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره، ملګروملتونو سازمان کې د یوه کنوانسیون د رامنځته کېدو وړاندیز کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام