Asset 1SWN

له اووه‌لسو ښځو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږو»

رسنۍ

په کابل کې اووه‌لس ښځو له سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي چې په ځلونو پر ټولنیزو رسنیو د یوشمېر کسانو له‌خوا ځورولې شوي او پر ټولنیزو رسنیو یې امنیت خوندي نه‌دی. د دغو ښځو له دلې اته هغو ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېدو یې پر ژوند سخت منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې نوم ته زیان اړولی دی.  

دغه ښځې وايي، د دوی ځورول کېدل او د امنیت نه خوندیتوب لامل شوی چې په مستعارو نومونو پر ټولنیزو رسنیو فعالیت وکړي او خپل تصویر هم ونه کاروي. د اووه‌لسو ښځو له ډلې د پنځو هغو پر اکونټونو سایبري بریدونه شوي او لسو نورو ته بیا د زنګ او پیغام له لارې مزاحمت شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوو نورو بیا ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو د خپل تصویر له خپرولو وروسته ورته سپکاوی شوی دی. ۱۴ ښځو ویلي چې د ناپېژنده کسانو او درېوو نورو بیا ویلي چې د مشخصو کسانو له لوري له ځور او سایبري بریدونو سره مخامخ شوې دي.

د کابل اوسېدونکې زینب وايي، له شاوخوا دوه‌نیمو کلونو راهیسې ټولنیزې رسنۍ کاروي او درې میاشتې مخکې د ناپېژنده کسانو له سایبري برید سره مخامخ شوې او تصویر یې هم له اېډېټ وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی.

هغه زیاتوي: «وروستی ځور چې ورسره مخامخ شوم، زما سایټ یې هک او ورننوتلی و. ډېر یې خوښېږي چې د بل چا سایټ هک کړي؛ سایټونه مو هک کوي. د سایټ په هکولو سره مې کورنۍ راته غوسه شوه او ډېر فشار یې راباندې راوړ.»

نوموړې وايي، پر ټولنیزو رسنیو د خپل تصویر خپرولو له کبله د کورنۍ، خپلوانو او ملګرو له پېغور سره مخامخ شوې او په خبره یې: «دغې موضوع مې پر انګېزې دومره اغېز کړی و چې له کوره وتلو څخه وېرېدم. کله به چې له کوره دباندې وتم، ګاونډیانو په بله سترګه راته کتل چې ګواکې ما ډېر ناسم کار کړی دی. کله به چې د خپلوانو کره ولاړم، خپلو کې به غږېدل؛ پوهېدم چې زما په اړه غږېدل. څه موده مې ټیلیفون لاس کې نه اخیست؛ پر ژور خپګان اخته وم.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې حسینا محمدي هم وايي چې دوه اوونۍ وړاندې یې غوښتل د انګلیسي ژبې یوه پر لیکه ښوونیز مرکز کې نوملیکنه وکړي او د لېنک له کېکاږلو وروسته یې پر فېسبوک برید وشو. حسینا زیاتوي: «هکر د فېسبوک بېرته را سپارلو په بدل کې راته وویل چې موږ ته باید یوه داسې فېسبوک‌پاڼه راکړې چې فالورز یې ډېروي.»

دغه ښځې وايي، د ښځینه‌وو د ځورونې انګېزه، جنسي فقر او د ټولنیزو رسنیو د کارونې فرهنګ نه لرل هغه څه دي چې پر ټولنیزو رسنیو د ځورونې لامل شوې دي. د دوی په وینا، د بېلابېلو ټولنیزو پېښو په اړه دریځ نیونه یې هم د ځورونې لامل شوې ده.

حمیرا چې تل پر ټولنیزو رسنیو ځورول شوې، وايي: «څو ورځې وړاندې یوه کس چې له فېسبوک څخه یې پیغام راولېږه، وځورولم. کوم پوسټ مې چې کړی و، ما ته یې سپکاوی وکړ. که په داسې مواردو کې له ځورونې سره مخامخ شوو، روښانه ده چې بیا هغه څه نه‌شوو خپرولی یا یې هم په اړه څه نه وایوو او یا هم لامل کېږي چې نور پر ټولنیزو رسنیو افلاین واوسو.»

ډېری ښځو چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، ویلي چې یوشمېر کسان یې له ځورونې وروسته خصوصي حریم مات کړی او دوی اړ شوي چې په مستعار نوم او تصویر فعالیت وکړي.

د کابل یوه بله اوسېدونکې دینا فضلي وايي، یوه کس څو میاشتې مخکې چې په اړه یې پوره معلومات لرل، له بېلابېلو شمېرو ځورولې او دا اړ شوه چې خپله شمېره بدله کړي، خو په خبره یې، دا ستونزه حل نه شوه او بیا یې خپلې ټولنیزې رسنۍ پاکې کړې.

هغه زیاتوي: «له وټساپ پرته مې ټولې ټولنیزې رسنۍ لرې کړې؛ البته ویلی شم چې یو لامل یې ځورونه وه؛ د بېلګې په توګه، په دې وروستیو کې له بېلابېلو شمېرو ډول ډول پیغامونه راته راغلل چې ټولې د یوه کس وې. هغه زه پېژندم، خو ما نه پېژنده.»

مدینه حبیبي چې له لسګونو نورو ښځو سره ورته کیسې لري وايي، خوښېږي یې چې په خپل اصلي هویت سره پر ټولنیزو رسنیو فعالیت وکړي، خو د خلکو د ځورونې له کبله اړ شوې مستعار نوم وکاروي.

دغه ښځې وايي، د ټولنیزو رسنیو له لارې د دوی ځورېدل ناوړه ټولنیزې او کورنۍ پایلې لري او ډېر کله پرې د کورنۍ د غړیو باور له منځه ځي، ګډ ژوند یې خرابېږي او ان د ښځو د وهلو ډبولو او ځان‌وژنې لامل کېږي.

یوه بله ښځه تمنا اندرابي هم وايي: «ډېری نجونې د همدغو جوړو شویو دروغو له کبله چې ټولنیزې رسنۍ یې هک شوي، تصویر یې اخیستل شوی او له فېک آدرس نه خپرېږي، وهل شوې دي او ډېری یې ان د مړینې او ځان‌وژنې تر کچې هم رسېدلې دي.»

خاطره فیضي هم پر ټولنیزو رسنیو د ځور په اړه وايي: «ډېر ناوړه اغېز چې دغه ځور یې د ښځو پر ژوند لري، د نجونو او ښځو په اړه د کورنیو باور پرې له منځه ځي او دا په کورنیو کې د ستونزو جوړېدو لامل کېږي.»

په همدې حال کې د ښځو حقونو فعاله یلدا عزیزي وايي، د مسوولو ادارو له لوري د ټولنیزو رسنیو نه کنټرول د ښځو د ځورونې لامل شوی دی. هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې دا ډول ځورونې ډېرې شوي؛ ډېری نجونو ځان‌وژنې ته مخه کړې چې کورنۍ یې په اړه شک درلود یا یې پر ټولنیزو رسنیو کوم تصویر خپور شوی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې د نظام له ړنګېدو وروسته له افغانستان سره د ټولنیزو رسنیو اړیکې پرې شوي او دوی پرې کنټرول نه لري.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي: «کومه ستونزه چې اوس افغانستان کې شته، دا ده چې ټولنیزې رسنۍ له افغانستان سره هېڅ ډول همکاري نه کوي او استازي یې هم نشته چې موږ ورسره موضوع شریکه کړو؛ څرنګه چې مخکې و، له بده مرغه اوس هغسې نشته.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهی بیا وايي چې تر اوسه هېچا په دغه وزارت کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ځورونې شکایت نه‌دی کړی. هغه زیاتوي: «تر اوسه هېچا په دې اړه له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره اړیکه نه‌ده نیولې. په دې برخه کې بېلابېلې ادارې شته؛ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شکایتونو څانګه لري، کولای شي خپل شکایت ثبت کړي.»

افغان نجونې او ښځې داسې مهال پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږي چې دا رسنۍ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د زده‌کړو، کار، ګټې او نوم خپلولو لپاره کارول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام