د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه بانګ یو‌شمېر کارکوونکي یې د جینوا ناستې د ژمنو په یوه مکتوب کې پښتو ژبې ته د نه پام له امله له دندو ګوښه کړي دي.

د دغه بانک له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ګام  د دغې ادارې د نورو کارکوونکو د عبرت اخیستو لپاره پورته شوی دی. خو د افغانستان بانک دغه کار د ټولنیزو رسنیو د ګڼ‌شمېر کاروونکو غبرګونونه راپورته کړي دي.

د ټویټر کاروونکي مجاهد اندرابي په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي: «دا له تعصب ورهاخوا کار دی، یانې د حکومتولۍ ګند دی. کوم کس چې تراوسه یې هویت نه دی مشخص شوی او په هېڅ کومې ملي ژبې خبرې نه‌شي کولی، د هېواد د پیسو تبادلې تر ټولو ستر مرکز د افغانستان بانک مشر کیږي او درې کارکونکي ځکه لرې کوي، چې مکتوبونه یې په پښتو ژبه نه دي لیکلي. مافیايي حکومت څه ښکر نه‌لري.؟»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر هېوادوالو ویلي، ډېری وخت په دولتي ادارو کې فارسي یا دري ژبه په نظر کې نه ده نیول شوې، خو دا کار د افغانستان بانک یا بل کوم دولتي بنسټ له لوري هېڅ کله هم جدي نه دی نیول شوې.

په همدې حال کې د ټویټر بل کارونکي عبدالحمید اعتمادي پر ټویټر لیکلي، د افغانستان بانک نوټونو کې فارسي ژبه په پام کې نه ده نیول شوې، خو هېڅ څوک د دغه غفلت په خاطر له دندې نه دی لرې شوی. د ټولنیزو رسنیو یوه بل کارونکی عمران فیروز وايي، د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي نه په پښتو پوهېږي او نه په فارسي او له پارلمان څخه یې هم رایه نه ده ترلاسه کړې او باید بې‌واکه شي.

خو د افغانستان بانک رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي کلیب کې ویلي چې د یوه دولتي بنسټ په توګه د افغانستان بانک کې هېڅ ژبنی تبعیض او تعصب شتون نه لري او دوی هڅه کوي چې د پښتو او فارسي ژبو ترمنځ  انډول وساتي.



په دې ویډیویي کلېب کې راغلي چې په ویب‌پاڼې او ټولنیزو شبکو کې چې د افغانستان بانک اړوند دي، فارسي او پښتو ژبې په مساویانه توکه کارول شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر کاروونکي همداراز وايي چې په وروستیو ورځو کې د دولتي بنسټونو یوشمېر تابلوګانو کې فارسي ژبه په پام کې نه ده نیول شوې او که چېرې د دوه رسمي پښتو او فارسي ژبو انډول مطرح وي، نو دا ګامونه دې هم وڅېړل شي.

دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کیږي چې څه وخت وړاندې د افغانستان بانک د سرپرست په اړه چې د هېواد په هېڅ ملي ژبه خبرې نه شي کولای، هم اعتراضونه شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام