ذ.بېح‌الله م.جاهد: د رسنیو پرمختګ زموږ او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ګډه موخه ده

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد نن په کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له مشرتابه سره د لیدني پر مهال ویلي چې د رسنیو پرمختګ د ا.ا د بنسټیزو موخو له ډلې یوه ده او په ګډه به ورته ځان رسوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پلاوي د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه لویه ننګونه بللې او غوښتنه يې کړې چې ا.ا دې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د جرمني نوی لومړی وزیر نن لوړه کوي

تمه ده نن اولاف شولز د جرمني د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د دغه هېواد صدراعظم شي. ۶۳ کلن شولز به د جرمني د منځلارو- کیڼ اړخو د اېتلاف مشري په غاړه واخلي.

تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیاتېږي

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي وايي چې د دغه وزارت د پلان له مخې، ټاکل شوې تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیات شي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې کړې دي. هغه وايي، د ښځینه پولیسو د شمېر ډېروالي تر څنګ به هغه وکړي چې د هغوی د زده‌کړو او وړتیا کچه هم لوړه شي.