Asset 1SWN

د جرمني نوی لومړی وزیر نن لوړه کوي

53853272_401

تمه ده نن اولاف شولز د جرمني د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د دغه هېواد صدراعظم شي. ۶۳ کلن شولز به د جرمني د منځلارو- کیڼ اړخو د اېتلاف مشري په غاړه واخلي.

د جرمني نوی لومړی وزیر په داسې حال کې لوړه کوي چې د اروپا د لوی اقتصادي قدرت د مشرې په توګه د انګېلا مېرکل د کار دوره نن پای ته رسېږي. شولز به د جرمني ولسشمر فرانک والټر شټاین مایر ته د نوي لومړي وزیر په توګه د یوې څلورکلنې دورې لپاره لوړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 شولز چې د مېرمن مېرکل په حکومت کې د مالیې وزیر او د صدراعظم مرستیال و، د سېپټمبر د ۲۶مې نېټې په انتخاباتو کې خپل سوسیال ډموکرات ګوند تر سترې بریا پورې ورساوه او په دې توګه یې د مېرکل د مسیحي ډموکرات ګوند ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسوله.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مېرمن مېرکل څلور ځلې په ټاکنو کې د جرمني د لومړۍ وزېرې په توګه بری ترلاسه کړی و او له شپاړسو کلونو وروسته یې اعلان وکړ چې نه غواړي ټاکنو ته بیا ځان نوماند او غواړي له سیاست څخه لاس واخلي. د مېرمن مېرکل د صدراعظمۍ څلور دورې له ګڼو ننګونو سره مخ وې، خو ورسره یې سترې لاسته راوړنې هم درلودې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام