Asset 1SWN

حکومت باید د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسوي

GHANI-1536x1024-1

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي، حکومت باید نور د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي چې د نن د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت باید د مدیریتي تشې ډکولو او د چارو د ښه تنظیم لپاره نوي نوماندوزیران جرګې ته ور وپېژني.

د نوموړي په وینا، د ولسي جرګې د مصوبو درناوی، د اساسي قانون د درناوي په مانا دی.

په همدې حال کې ولسمشر محمداشرف غني چې نن یې د ملي شورا د اوولسمې دورې د درېیم کال پرانېستې لپاره یادې شورا ته ورغلی و، وویل چې د دولت د رییس په توګه یې تل هڅه کړې چې د درې واړو قوو ترمنځ د همکارۍ روحیه رامنځته کړي او په وینا یې، دا د جمهوریت تر ټولو بنسټیز اصل دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، د ښځو چارو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونه او د افغانستان بانک د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام