د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د رامنځته کېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ابراهیم رییسي په دغه لیدنه کې ویلي چې افغانستان کې د ثبات او تلپاتي امنیت لپاره یوازینۍ لار په دغه هېواد کې د ټولو قومونو په ګډون سره د یوه پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ایران د ولسمشرۍماڼۍ د اطلاعاتو مرکز د خبرپاڼې له مخې، رییسي ټينګار کړی چې په سوریه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ایران او روسیې د همکاریو تجربو څخه باید په افغانستان کې هم ګټه واخیستل شي. د نوموړي په وینا، دغه هېواد د روسیې په څېر له تېرو ۴۰کلونو راهیسې د امریکا پر وړاندې درېدلی دی.

له دې وړاندې هم ایران په وار وار افغانستان کې د یوه ټول‌ګډ‌ونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې اسلامي امارت باید د افغانانو له غوښتنو سره سم یوه تګلاره غوره کړي، څو د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو څخه شاوخوا پنځه میاشتې تېرېږي، خو تراوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټول‌ګډ‌ونه حکومت جوړېدل او د بشرحقونو ته درناوی، هغه څه چې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت حکومت ته د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه ټاکلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام