Asset 1SWN

افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلېږي

dddd

نړیوال بانک وايي، د افغانانو د ملاتړ په موخه به د خپلې نوې تګلارې له مخې، په افغانستان کې د برښنا د لېږد یا کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې بیا پیل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک اجرایوي مدیرانو پرون پنجشنبه د افغانانو د ملاتړ په موخه یوه نوې تګلاره تصویب کړې ده.

د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې د افغانستان د درېوو ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه بیا پیلېږي، څو پر یوې سرګردانه شتمنۍ د دې پروژې د بدلېدو مخه ونیول شي.

د کاسا۱۰۰۰ پروژه کې د تاجکستان او قرغېزستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.

نړیوال بانک ویلي چې د دې پروژې چارې په درېوو نورو هېوادونو کې په پای ته رسېدو دي او یوازې په افغانستان کې پاتې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې په ټپه درېدلې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام