Asset 1SWN

خبریالانو سره د زورزیاتي ۲۰۰ پېښې؛ یوناما: افغانستان کې رسنۍ ګواښ سره مخ دي

نن د نوامبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسېدو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا «یوناما» اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي.

یوناما د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او افغانستان کې یې له خبریالانو څخه پر دفاع ټینګار کړی دی. یوناما ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې یې د خبریالانو د بشري حقونو د نقض ۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغو پېښو کې د خبریالانو خپل‌سره نیونې، ناوړه چلن، ګواښ او سپکاوی شامل دی چې د یوناما په وینا، افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، سږکال نړۍ کې شاوخوا ۷۰ خبریالان د خپل کار له امله وژل شوي.

افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پېښه ننګرهار کې خبریال نیازمحمد خاکسار سره تاوتریخوالی دی. هغه تېره ورځ ناوخته جلال‌اباد ښار کې د خپلې دندې له امله د ناپېژنده کسانو له‌خوا وهل ټکول شوی دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د دوشنبې ماښام، ۷ بجې وې د جلال‌اباد په اوومه ناحیه کې کور خوا ته روان وم چې یو موټر مې مخې ته ودرېد او درې کسان ترې راښکته شول، ما څخه یې پوښتنه وکړه چې د انعکاس خبریالې یې؟ ما ورته وویل وه، خپلو منځو کې یې خبرې وکړې بیا یې پر ما فزیکي حمله وکړه او بې هوښه شوی وم. خلکو روغتون ته وړوم، یوه شپه بستر وم او هېچا سره دښمني نه‌لرم.»

د وروستیو کلونو پرمهال په ځانګړې توګه تېر یوه کال کې خبریالان له ګڼو ننګونو سره مخ وو او ګڼ‌شمېر پېښو کې خبریالان نیول شوي، وهل ټکول شوي، سانسور سره مخ شوي، سپکاوی ورته شوی او ګواښل شوي دي.

خو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نه څېړل د یوې ستونزې په توګه پاتي چې دې وضعیت د خبریالانو اندېښنې راپارولي دي.

له دې سره، یوشمېر افغان خبریالان شکایت کوي چې د دوی پر وړاندې د زور زیاتي پېښې نه‌څېړل کېږي.

خبریاله سهیلا سادات وویل: «موږ تراوسه له خبریالانو سره د هر ډول تاوتریخوالي شاهدان وو. له بده مرغه چې دې کارونو لپاره هېڅ جزا نه ده ټاکل شوې او د خبریالانو پر وړاندې ټول جرمونه بښل کېږي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوه جلا اعلامیو په خپرولو سره غوښتنه کړې چې د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی پر وړاندې د زور زیاتي پېښو ته دې جدي پاملرنه وشي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مشر ظریف کریمي سلام‌وطندار ته وویل چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې هغه شان چې په کار دی، نه دي څېړل شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېر یوه کال پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوې قضیې ته هم رسېدنه نه ده شوې او عاملان یې هم نه دي پېژندل شوي.

خو بل لور ته بیا د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي ډاډ ورکوي چې حکومت د خبریالانو د حقوقو تامین ته ژمن دی. فراهي سلام‌وطندار سره خبرو کې له خبریالانو وغوښتل چې د دغه مسلک اصولو ته په پام دې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «چا ته اجازه نه ورکوو چې د خبریالانو حقوق رعایت نه کړي. له خبریالانو مې غوښتنه دا ده چې د خبریالۍ له اصولو سره سم فعالیت وکړي. ژورنالیزم یوازې د ژورنالیزم لپاره وکاروي، نه د سیاست لپاره.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت په واکنمېدو سره، د افغانستان ازاده رسنۍ له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي، د ځینو رسنیو فعالیت وځنډول شو او یوشمېر خبریالان هم زنداني شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام