Asset 1SWN

انټونیو ګوټرېش: سږکال نړۍ کې څه باندې ۷۰ خبریالان وژل شوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې په روان میلادي کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې څه باندې ۷۰ خبریالان د خپلې دندې له امله وژل شوي دي.

ګوټرېش نن چهارشنبه د لړم یوولسمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسېدو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د خبریالانو د وژنې ډېری پېښې نه دي څېړل شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي لیکلي: «باید د جرمونو پر وړاندې د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي او خبریالانو ته د دې زمینه برابرو کړو چې خپل اساسي کارونه ترسره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له ناامن هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې که څه هم د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې پېښې راکمې شوي، خو اسلامي امارت بیا د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې یو‌شمېر محدودیتونه هم لګولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام