Asset 1SWN

اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو شکایت

یوشمېر افغان خبریالان هېواد کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې د اسلامي امارت چارواکي تل خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو ژمنې کوي، خو دوی لا هم دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه خبریالان وايي چې په اسانۍ سره اطلاعات نه‌شي ترلاسه کولی او د اسلامي امارت ویندویان هم د خبریالانو پوښتنې څرنګه چې لازمه ده، هغسې نه ځوابوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال یارمحمد پردېس په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «له بده مرغه معلوماتو ته لاسرسی ډېر ټکنی شوی دی. دا بېخي ډېره سخته ده چې یو خبریال دې اوس پر ځینو مسایلو چې غواړي راپور جوړ کړي او دی دې په اسانۍ سره معلومات ترلاسه کړي.»

یوه افغانه خبریاله یاسمین ساپۍ هم وايي چې د اسلامي امارت چارواکي په خبري غونډو کې یوازې هغه معلومات شریکوي چې دوی ورته د لاسته‌راوړنو په سترګه ګوري.

هغه وايي: «په کنفرانسونو کې هغه معلومات چې خبریالان یې غواړي، څوک یې نه ورکوي. یوازې پر هغو موضوعاتو بحث کېږی چې دوی یې غواړي.»

بله‌خوا د افغانستان د خبریالانو ملي کور مسوولان وايي، حکومتي چارواکي باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ، خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه بنسټ ویانده شبنم شهرزاد وايي، د اسلامي امارت چارواکو ورته ویلي چې اوس پر دغه قانون کار روان دی او له لږ بدلون وروسته به یې د مشرتابه له لوري توشېح او عملي شي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام