د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون نن په یوه خبري غونډه کې د سپټمبر ۲۸مې یا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې غونډې په مناسبت له ۵۰۰ نه د ډېرو خبریالانو لاسلیک شوی اعتراض‌لیک له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه فدراسیون د رهبري پلاوي غړي سیدعلي اصغر اکبرزاده په دې خبري ناسته کې وویل چې د هېواد په کچه له ۵۰۰ ډېرو خبریالانو او د خبریالانو ۱۳ ملاتړو بنسټونو ورته یو اعتراض‌لیک استولی چې دوی یې نه یوازې له رسنیو سره شریکوي، بلکې د یوه رسمي مکتوب له لارې به یې له حکومت سره هم شریک کړي.

د نوموړي په وینا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذېدل، په مرکز او ولایتونو کې له خبریالانو سره پر وخت د اطلاعاتو شریکېدو لپاره د مشخصو کسانو ګومارنه او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون بیا فعالېدل هغه درې مهمې غوښتنې دي چې خبریالانو ورته په خپل اعتراض‌لیک کې ورته ځای ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، فدراسیون ته د سلګونو خبریالانو دغه اعتراض‌لیک به د رسمي مکتوب له لارې د حکومت مسوولو ادارو سره هم شریک کړي.

ښاغلي اکبرزاده پر حکومت غږ وکړ چې خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او د خبریالانو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو دغه اعتراض‌لیک ته مثبت ځواب ووايي.

که څه هم له یوه کاله ډېره موده کېږي چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، خو افغان خبریالان وايي چې تراوسه ورسره د مسوولانو همکاري عادي حالت ته نه‌ده راغلې.

یو خبریال عمران دانش سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي، حکومتي چارواکي ورسره یوازې هغه معلومات شریکوي چې د دوی لپاره مهم یا یې هم په ګټه دي، خو په خبره یې، هغه معلومات چې دوی ورته اړتیا لري، یا یې هېڅ نه ورسره شریکوي او یا یې هم په خپله خوښه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه افغان خبریاله فرحناز بیا وايي چې مسوولان ورسره د اطلاعاتو شریکولو برخه کې نه یوازې همکاري نه کوي، بلکې د ښځینه غږ په اورېدو سره یې پوښتنو ته ځواب نه وايي.

هغه هم شکایت کوي چې د اسلامي امارت مسوولان ورسره هغه اطلاعات نه شریکوي چې د دوی په‌کار دي، خو هغه معلومات ورته لېږي چې په ګټه یې دي.

بله‌خوا د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو د رهبري پلاوي غړی جمیل وقار وايي چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره یې د خبریالانو د نیول کېدو، وهلو ډبولو، سپکاوي او بندي کېدو تر ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

موږ هڅه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د شته ستونزو د حل او د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون نننیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو مسوولانو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام