Asset 1SWN

ملګرو ملتونو ته د پرېس‌کلب لیک؛ د افغان خبریالانو خوندیتوب لپاره لاس په‌کار شئ

د افغان رسنیو او خبریالانو یوه ملاتړي بنسټ «کابل پرېس‌کلب» په پکتیا کې له خبریالانو سره د ا.ا د پروني چلن او په ټوله کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ته اعتراضیه لیک استولی دی.

د کابل پرېس‌کلب ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹ قضیې چې وهل ټکول، بندیانول او سپکاوی په‌کې شامل دی، ثبت کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پرېس‌کلب زیاتوي چې یادو خبریالانو ورته ویلي چې د امنیتي ګواښونو له کبله دې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي شوې پېښې نه رسنیزې کېږي.

دغه اداره وايي، پکتیا کې د ا.ا استخباراتو پرون په پکتیا کې د ښوونځیو تړل کېدو پر وړاندې د نجونو له لاریون وروسته یوشمېر خبریالان د پکتیا له پرېس‌کلب نه بیولي او بندیان کړې یې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د استخباراتو مسوولانو نه یوازې له یادو خبریالانو ټیلیفونونه او د خبریالۍ وسایل اخیستي، بلکې ناسم چلن یې هم ورسره کړی دی.

خبرپاڼه لیکي چې د سلام‌وطندار، طلوع نیوز، پژواک او اریانا نیوز خبریالانو کابل پرېس‌کلب ته ویلي چې ځايي چارواکو ورته ویلي چې امنیتي ګواښونو سره مخ دي او بیا یې استخباراتو ته بیولي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، خبریالان غواړي چې ا.ا نه یوازې دوی ته د پېښو ګواښونو د خبرداري په اړه جزیات ورکړي او ورسره د شوي ناسم چلن پوښتنه هم وکړي.

کابل پرېس‌کلب وايي، افغانستان کې د مېشتو خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال برابرېدو په موخه یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ترڅنګ، نړیوالو رسنیزو بنسټونو، د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان ته یو لیک لېږلی او له یادو ادارو یې غوښتي چې نه یوازې د افغان خبریالانو خوندیتوب لپاره لاس په‌کار شي، بلکې دغه هدف ته د رسېدو لپاره دې پر ا.ا ځینې بندیزونه هم ولګوي.

د اسلامي امارت مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تل د خبریالانو خوندیتوب او لپاره یې د خوندي کاري چاپېریال برابرولو ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام