که څه هم د اسلامي امارت سرپرست حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د زمینې برابرولو ډاډ ورکړی، خو خبریالان اطلاعاتو پر لاسرسي د محدودیت له امله شکایت کوي.

د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ کابل کې د دیني علماوو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه، خو سرپرست حکومت نادولتي رسنیو ته د دې غونډې د خبري پوښښ اجازه ورنه‌کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ خبریالان وايي چې لا هم د خبري راپورونو د چمتووالي په برخه کې له محدودیت سره مخ دي. د دوی په وینا، د خبریالانو پر وړاندې د حکومت اوسنی دریځ د دې لامل شوی چې خبریالان خود‌سانسورۍ ته مخه کړي.

خبریال مبین موحد وايي چې په دې وروستیو کې د خبریالانو پروړاندې محدودیت ډېر شوی چې دوی یې اندېښمن کړي دي. نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې رسنۍ او خبریالان ازاد پرپږدي، څو د قانون پربنسټ،  فعالیت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا  ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپور کې راپور کې ویلي چې لا هم خبریالان او رسنۍ د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري له محدودیت سره مخ دي.

بل‌خوا د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه هم د خبریالانو پر  وړاندې د ننګونو او محدودیتونو دوام په اړه اندېښنه څرګندوي.

د افغانستا د ازادو رسنیو د ملاتړي بنسټ یا نی مسوول او د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیو بنسټونو غړي ظریف کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت باید د دې ستونزو د هواري لپاره ځانګړې تګ‌لاره جوړه کړي.

د نوموړي په وینا، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي او خبریالان نه‌شي کولای چې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د سیګار په راپور کې راغلي، افغانستان کې د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو د تړل کېدو ترڅنګ سرپرست حکومت په کور دننه هم پر رسنیو  بندیزونه لګولي چې خبریالان اجازه نه‌لري، هغه څه خپاره کړي چې د اسلامي امارت پر خلاف وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام