اسلامي امارت په تېر شاوخوا یونیم کال کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې رسمي تعامل ورسره وکړي او حکومت یې په رسمیت وپېژني، خو نړیوالې ټولنې په کور دننه د ا.ا د سیاستونو او پر خلکو، په تېره ښځینهوو د محدودیتونو لګولو له کبله دا غوښتنه منلې نهده.
د نړیوالو اړیکو استاد محمداکرم عارفي وايي، د ولسواکي ارزښتونو د ساتلو لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې، د اسلامي امارت تېرې کړنې او اوسنی کورنی سیاست چې پر خلکو، په تېره ښځینهوو یې د زدهکړو، کار او نورو برخو کې محدودیتونه لګولي، لامل شوي چې په رسمیت ونه پېژندل شي.
د سیاسي علومو څېړونکی داوود طنین بیا وايي چې د ټولشموله حکومت نه جوړول، د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز او د اسلامي امارت له لوري د ځینو نړیوالو ارزښتونو په پام کې نه نیول چې د دولتونو ترمنځ د تعامل لپاره مهم دي، د ا.ا د په رسمیت نه پېژندلو لاملونه په ګوته کوي.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا ټینګار کوي چې نړېواله ټولنه باید د ا.ا د حکومت لاستهراوړنو ته په کتو تعامل ورسره وکړي.
هغه زیاتوي: «په منځ کې کومه ننګونه نشته چې تعامل ودروي. اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه امنیت ټینګ کړی، د هېواد پولې یې خوندي کړي او ټولې ادارې ښه خدمتونه وړاندې کوي. دا چې اسلامي امارت په اقتصاد، حکومتولۍ او د فساد او غلاوو په پای ته رسولو کې ښې لاستهراوړنې لري، نشهيي توکي یې له منځه وړي؛ نو نړۍ باید پر دغو حساب وکړي او له ا.ا سره رسمي تعامل وکړي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسلامي امارت داسې مهال د نړۍ پر رسمي تعامل ټینګار کوي چې نړیوالې ټولنه یې پر حکومتولۍ نیوکې لري او د بښنې نړیوال سازمان هم څه موده مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو د جرمونو څېړلو لپاره د یوه میکانیزم جوړولو غوښتنه کړې وه.