د اروپايي ټولنې د پارلمان رییسې روبرتا متزولا د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر وړاندې جنسیتي توپیري چلند غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی دې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د شرط په توګه کېښودل شي.

نوموړې بروکسل کې د «افغان ښځو ورځې» په نوم د اروپايي پارلمان د غونډې په لومړۍ ورځ زده‌کړو، کار او ټولنیزو برخو کې پر ښځو د لګول شویو بندیزونو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ټينګار یې وکړ چې د افغان ښځو وضعیت خراب دی او له ټولنیز ژوند څخه محرومې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکینۍ رییسه سیما سمر چې یادې غونډې ته د افغان ښځو په استازیتوب وربلل شوې، په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان کې د ښځو وضعیت له هغه خورا خراب دی چې په رپوټونو کې ویل کېږي. نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې نه باید د افغان ښځو محرومیت له پامه وغورځول شي.

هغې د نړیوالو بشردوستانه مرستو پربنسټ، له افغانانو سره مرستې د نړیوالتې ټولنې اخلاقي دنده بللې ده.

د اروپايي پارلمان د غړو سربېره د ملګرو‌ملتونو د منشي مرستیاله امېنه محمد، د ۲۰۲۱ د سخاروف جایزې نوماندان او یو‌شمېر نور استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي چې یو‌شمېر به یې غونډې ته وینا هم وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو‌ملتونو د عالي کمېشنرۍ سفیره او د هالیووډ پېژندل شوې ستورې انجلینا جولي غونډې ته په خپله وینا کې وویل، سره له دې چې د اعتراضانو، کار او زده‌کړو څخه د محرومیت لپاره د ښځو فعالانې نیول شوي، خو نه باید خپلې هیلې له لاسه ورکړو.

نوموړې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې تمنا پریاني، پروانه ابراهیم‌خېل او نورې فعالانې له بنده خوشې کړي او نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي. هغې همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له اسلامي امارت سره دې د ښځو حقونو څخه د سرغړونې له امله حساب وکړي.

د هغو افغان مېرمنو په ډله کې چې د بروکسل غونډې ته ورغوښتل شوي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکینۍ رییسه شهر‌زاد اکبر، د همدې کمېسیون یوه بله پخوانۍ رییسه سیما سمر، د میدان ښار مخکینۍ ښارواله ظریفه غفاري، د افغان فلم مخکینۍ رییسه صحرا کریمي، د ښځو د حقونو فعاله حوریه مصدق او د بامیان پخوانۍ والي حبیبه سرابي نومونه لیدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ناسته داسې مهال جوړېږي چې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو راهیسې، پر افغان ښځو یوشمېر محدودیتونه لګول شوي او له کار او زده‌کړو محرومې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام