د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه پوره کړي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې عبدالکبیر دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف سره په لیدنه کې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اوس نړیوال باید د فشار پرځای د خبرو له لارې له دوی سره تعامل وکړي. نوموړي زیاته کړې چې نړیوال باید له شرطونو پرته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف په دغه لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو همکاریو او ملګرتیا ته دوام ورکړي. نوموړي ټينګار کړی چې هېواد یې د رسمیت پېژندنې په اړه د اسلامي امارت د اخیستل شویو ګامونو په اړه نړۍ ته هم معلومات ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمېدو راهیسې تراوسه د نړۍ کوم هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو یو‌شمېر زیات هېوادونه له افغانانو سره د مرستو لپاره له اسلامي امارت سره تعامل او خبرو ته حاضر شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام