مجاهد: امیرخان متقي ایران کې له احمد مسعود سره لېدلي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه پلاوي د ایران په پلازمینه تهران کې د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او د دې جبهې له غړي محمداسماعیل خان سره کتلي دي. ذبیح الله مجاهد ویلي، اسلامي امارت  هڅه کوي چې د هېواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي او هیچا ته د مخالفت دلیل پاتې نه شي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړي

د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې عبدالکبیر دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف سره په لیدنه کې کړې دي.