د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه پلاوي د ایران په پلازمېنه تهران کې د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او د دې جبهې له غړي محمداسماعیل خان سره کتلي دي.

د اسلامي امارت ویاند نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي، احمد مسعود او محمداسماعیل خان ته ډاډ ورکړی چې پرته له کومې اندېښنې هېواد ته راستانه کېدای شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ذبیح الله مجاهد ویلي، اسلامي امارت  هڅه کوي چې د هېواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي او هیچا ته د مخالفت دلیل پاتې نه شي.

د ملي مقاومت جبهې غړي حفیظ منصور هم له ځینو رسنیو سره په کتنه کې د امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي او د دغې جبهې د پلاوي ترمنځ خبرې اترې تایید کړې دي. خو نوموړي د دې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پرون د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي د دې جبهې له مشر سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کتنه رد کړې وه.

خو د افغان پلاوي مشر امیرخان متقي هم رسنیو ته ویلي چې دوی له اسماعیل خان او احمد مسعود سره لېدلي دي.

له بلې خوا پرون داسې راپورونه خپاره شول چې په تهران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل کېږي.  خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل چې په تهران کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماټیک فعالیت لکه د ټولو بهرنیو سفارتونو په څېر د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د وین د ۱۹۶۱  کنوانسیون له اصولو او مقرراتو سره برابر دی او هېڅ ډول تحول او بدلون پکې نه راځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود د کابل د سقوط په ورځ پنجشیر ته ولاړ او هلته یې د اسلامي امارت په وړاندې د مقاومت جبهه جوړه کړه. په هغه وخت کې د ملي مقاومت جبهې او د اسلامي امارت تر منځ خبرې اترې وشوې، خو بې‌پایلې وه او د اسلامي امارت ځواکونو پر پنجشیر برید وکړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام