د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پخوانیو دولتي سرتېرو د وژلو او تښتولو په اړه د نیویارک ټایمز راپور بې اساسه (مغرضانه) او له حقیقته لرې بللی دی.

مجاهد نن ماښام په خپل ټویټر کې لیکلي چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړی او د اسلامي امارت ځواکونه حق نه لري چې له چا څخه غچ ( انتقام ) واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند د نیویارک ټایمز راپور رد کړی او لیکلي، دا ورځپاڼه هڅه کړې چې په داسې بې بنسټه راپورونو سره د افغانانوترمنځ نفاق او دښمنۍ وپاروي.

 دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تازه څېړنیز راپور پایلې ښيي چې اسلامي امارت د خپل حکومت په لومړیوشپږو میاشتو کې د مخکیني حکومت شاوخوا ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او کارکوونکي وژلي او یا یې لادرکه کړي دي.

راپور د اسلامي امارت له لوري د ټول‌بښنې اعلان د «دروغو ادعا» بللې او ویلي یې دي چې د یوې پلمې او د مخکیني حکومت د پوځیانولپاره په لومه کې د راګېرولو په موخه استفاده شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې د مخکیني حکومت پر نظامي کسانو د غچ‌اخیستنېبریدونه په پلان شوي توګه ترسره شوي او ټول‌بښنه د لوېدیځو هېوادونو د مرستو او ملاتړ د جلب لپاره اعلان شوې ده

نیویارک ټایمز ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله، د مخکیني حکومت نظامیان یې له نیولو وروسته، «شکنجه کړي،په ډزو یې وژلي او یا یې هم سرونه ترې پرې کړي دي

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور پر بنسټ، د افغانستان له ۳۲ ولایتونو څخه چې معلومات راټول شوي، اسلامي امارت د مخکیني حکومت د نظامیانو پر وژنه اوبرمته کولو لاس پورې کړی چې له دې ډلې یوازې په بغلان ولایت کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د ا.ا له لوريد مخکیني حکومت ۸۶ نظامیان وژل شوي دي. همداراز په زوره د ورکېدو او برمته کېدو ډېری پېښې بیا په سوېلي ولایت کندهار کې ثبتشوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام