خبریال: داوود شاه‌مل

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تازه څېړنیز راپور پایلې ښيي چې اسلامي امارت د خپل حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخکیني حکومت شاوخوا ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او کارکوونکي وژلي او یا یې لادرکه کړي دي.

راپور د اسلامي امارت له لوري د ټول‌بښنې اعلان د «دروغو ادعا» بللې او ویلي یې دي چې د یوې پلمې او د مخکیني حکومت د پوځیانو لپاره په لومه کې د راګېرولو په موخه استفاده شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې د مخکیني حکومت پر نظامي کسانو د غچ‌اخیستنې بریدونه په پلان شوي توګه ترسره شوي او ټول‌بښنه د لوېدیځو هېوادونو د مرستو او ملاتړ د جلب لپاره اعلان شوې ده.

نیویارک ټایمز ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله، د مخکیني حکومت نظامیان یې له نیولو وروسته، «شکنجه کړي، په ډزو یې وژلي او یا یې هم سرونه ترې پرې کړي دي.»

د راپور پر بنسټ چې د افغانستان له ۳۲ ولایتونو څخه په‌کې معلومات راټول شوي، اسلامي امارت د مخکیني حکومت د نظامیانو پر وژنه او برمته کولو لاس پورې کړی چې له دې ډلې یوازې په بغلان ولایت کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د ا.ا له لوري د مخکیني حکومت ۸۶ نظامیان وژل شوي دي.

همداراز په زوره د ورکېدو او برمته کېدو ډېری پېښې بیا په سوېلي ولایت کندهار کې ثبت شوي دي.

له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و چې د مخکیني حکومت شاوخوا ۱۰۰ نظامي کسان د اسلامي امارت له لوري وژل شوي دي. په ورته مهال د بشرحقونو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو هم د خپل‌سري او هدفي وژنو په اړه په وار وار راپورونه خپاره کړي دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو دغه ادعا ناسمه بللې او ویلي و چې د ټول‌بښنې له اعلان وروسته، هېڅوک اجازه نه لري چاته زیان ورسوي.

نوموړي زیاته کړې وه، که چېرته د غچ‌اخیستنې کومه پېښه ولیدل شي، اسلامي امارت به یې وڅېړي او عاملانو ته به یې سزا ورکړي. د اسلامي امارت مسوولانو د دغه څېړنیز راپور چمتو کوونکو ته ځواب نه دی ورکړی او نه یې هم په دې تړاو خپل غبرګون څرګند کړی دی.

د نیویارک ټایمز دغه راپور په اوو میاشتو کې د نهه خبریالانو په مرسته د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی او تراوسه «د مخکیني حکومت د نظامیانو پر وړاندې د اسلامي امارت د غچ‌اخیستنې د بریدونو په اړه تر ټولو پراخه څېړنه» بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه څېړنیز راپور چمتو کوونکو ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د ټولو وژنو او برمته کېدو پېښې یې په جلا توګه ارزولي او د بشر حقونو د ملاتړو بنسټونو سربېره یې، د قربانیانو له کورنیو او عیني شاهدانو سره د خبرو له لارې له راټولو شویو معلوماتو څخه استفاده کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام