وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور پلټنې له بهیر څخه شکایتونه وشول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال باید څوک ونه ځورول شي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د سلګونه افسرانو د فراغتغونډې پرمهال وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حقاني زیاته کړې چې د هر ډول ستونزې په رامنځته کېدو سره باید د سیمې له مشرانو، ګذر وکیل او عالمان څخه مرسته وغوښتل شي او دغې لړۍ کې دې ورسره همغږي وکړي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، هغه ښځینه افسرانې چې د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوې دي، د دندو زمینه به ورته برابرېږي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د رییسالوزرا مرستیال په دې مراسمو کې وویل چې ټولنې ته باید له اوسنیو نړیوالو معیارونو سره سم پولیس ډالۍ شي. نوموړي زیاته کړه چې معاش او د پولیسو البسه له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي.
دا په داسې مهال ده، وروسته له هغې چې د اسلامي امارت له لوري د کور په کور پلټنې بهیر پیل شو، د مخکیني حکومت یوشمېر نظامیانو سره د تاوتریخوالي په اړه رپوټونه خپاره شول چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه راوپارول.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
خو د اسلامي امارت مسوولان بیا وايي چې د کورونو تلاشي یې له دې امله پیل کړې، هغه دولتي وسایل او وسلې چې په ناقانونه توګه خلکو له ځان سره ساتلې، بېرته حکومت ته ورتسلیم شي.