د کونړ ولایت چارواکي وايي، هغه امنيتي سرتېرى يې نيولى چې  په يو چېک‌پواينټ کې یې د بريد پر مهال يو ځوان وژلى او يو بل يې ټپي کړى و. چارواکي زیاتو  چې دغه پېښه پرون د دې ولايت په شيګل ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د واده د وراه يو موټر له چيک پواينټ  څخه تېرېده. 

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجيب الله وایي، په موټر کې ناستو کسانو د چيک پواينټ سرتېری د موټر په ښيښه وهلى او تر هغې وروسته پرې دغه  سرتېري ډز کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وويل، سرتېرى نيول شوى او اوس مهال تر څېړنو لاندې دى. د يادونې ده چې تر دې وړاندې په يو‌شمېر نورو سيمو کې هم ورته پېښې شوي چې د هېوادوالو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

نږدې یوه میاشت وړاندې په کندهار کې هم د اسلامي امارت ځواکونو د تلاشۍ یا پلټن‌ځای کې پر یوې رېکشې ډزې کړې وې چې له کبله یې یوه ښځه وژل شوې وه او دوه نورې ټپیانې وې.

په همدې حال کې دوه اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قومنداني ته په یوه پنځه ماده‌ییز لارښود کې سپارښتنه کړې وه چې له دې وروسته په پلازمېنه کابل کې د اسلامي امارت ځواکونه پر چا د ډزو کولو اجازه نه لري.

د کابل امنیې قومنداني ته په سپارل شوي لارښود کې راغلي چې د اسلامي امارت ځواکونه په پلټنځایونو کې پر چا یا موټر د ډزو کولو اجازه نه لري، خو هغه وخت چې څوک پر دوی ډزې وکړي او یا هم مستقیم ګواښ ورته متوجه وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عام خلک په چک پواینټونو کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري پر خلکو د ډزو کولو له امله نیوکه کوي او غوښتنه کوي چې د ځواکونو د خپل‌سرۍ مخه دې ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام