د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قومنداني ته په یوه پنځه ماد‌ه‌ییز لارښود کې سپارښتنه کړې چې له دې وروسته پلازمېنه کابل کې د اسلامي امارت سرتیري اجازه نه لري چې د محکمې له حکم پرته د خلکو کورونه وپلټي.

په دې لارښود کې یادونه شوې چې د اسلامي امارت سرتیري دې د خپلو دندو پرمهال له ښاریانو سره ښه چلن وکړي او دوی ته دې ستونزې نه جوړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لارښود له مخې، د اسلامي امارت سرتېرو ته سپارښتنه شوې چې د امنیتي او جنايي پېښو د څارنې په وخت کې دې د مجرمینو له ځورونې، وهلو او سپکاوي څخه په کلکه ډډه وکړي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت یاد لارښود کې چې د کابل امنیې قومنداني ته یې استولی، دا هم راغلي چې د محکمې له حکم پرته د اسلامي امارت امنیتي سرتیري حق نه لري، چې د شپې له لوري د چا کور وپلټي او یا هم د تورن کس د څار په پلمه کورونه تلاشي کړي.

په همدې حال کې د یاد لارښود پر بنسټ، د اسلامي امارت نظامیانو ته لارښوونه شوې چې اړوند دندې دې د حوزې مسوولانو، ولسوال او ګذر وکیلانو په شتون کې او د ورځې په رڼا کې ترسره کړي او د عامو او تورنو کسانو شرعي حقوقونو ته درناوی ولري.

د دې لارښود په پای کې همداراز راغلي، که له یادو شویو مواردو څخه کوم چا سرغړونه وکړه، نو له ځنډ پرته به ورسره قانوني چلن کېږي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قومنداني ته یاد لارښود داسې مهال سپاري چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت پورې اړوند کسانو له لوري د تلاشۍ پرمهال د خلکو د ځورونې رپوټونه زیات شوي دي.

له دې سربېره د اسلامي امارت سرتېرو له لوري د تلاشۍ پرمهال پر خلکو ډزې کول هم هغه څه دي چې هېوادوال یې اندېښمن کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت ځواکونو په روانه اوونۍ کې کندهار کې په یوې ورته پېښه کې د تلاشۍ پر مهال پر یوې رېکشې ډزې کړې وې چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې وه او دوه نورې ټپیانې شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام