د اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون مسوولان وايي، د یاد کمېسیون له جوړېدو راهیسې یې د اسلامي امارت له لیکو څخه د ۱۳۵ کمعمره ځوانانو په ګډون ۴۳۵۰ نامطلوبه کسان اېستلي دي.
د یاد کمېسیون رییس او د دفاع وزارت سرمفتش لطیفالله حکیمي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته هغه نامطلوبه کسان چې د اسلامي امارت لیکو ته داخل شوي وو او له خلکو څخه به یې باج اخیسته، د یاد کمېسیون له لوري له لیکو اېستل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دغه کمېسیون د هېواد په کچه په ټولو ولایتونو کې د اسلامي امارت لیکې تصفیه کړي او له دې وروسته به یاد کمېسیون د امنیتي چارو کمېسیون په چوکاټ کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، څو په راتلونکي کې د اسلامي امارت لیکو ته د نامطلوبو کسانو د ورننوتو مخنیوی وکړي.
لطیفالله حکیمي وویل: «دغه داخل شوي ټول بېبندوباره وو. اکثریت یې هغه کسان وو چې د کابل له فتحې وروسته، مجاهدین شوي وو. دوی به خلک زورول او باج به یې اخیسته. مونږ اړشو چې ځینو دغو کسانو باندې عملیات وکړو او ویې ونیسوو، څو وضعیت کنټرول شي او لیکې پاکې شوې.»
بلخوا د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس دې غونډه کې وویل، د اسلامي امارت هغه ځواکونه چې د دندو پرمهال د تلاشۍ ځایونو کې له ستونزې پرته پر موټرو ډزې کوي، د یادو ځواکونو کم ظرفیت او پر نه روزنې دلالت کوي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د یادو کسانو کلکه پلټنه کوي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.
نوموړي وویل: «خو که داسې وي چې امنیتي ځواکونه داسې تصور کوي، چې مخته چاته ووايي چې دا موټر در تېر شو را ویې ګرځوه، د هغه پرځای ټکان پسې کوي، دا بېبندو باري ده او دا هغه کسان دي چې هغوی ته کواکې روزنه نه ده ورکړل شوې. د دوی پر کم ظرفیت دلالت کوي. دا د امارت پالیسي نه ده چې خپل خلک وځوروي او د هغوی کله پلټنه شوې او اسلامي امارت یې مخنیوي ته ژمن دی.»
د اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون رییس داسې مهال په چک پواینټونو کې د اسلامي امارت د ځواکونو د بېبندو بارۍ د مخنیوي خبره کوي چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په ښارونو کې د تلاشۍ پرمهال پر موټرو د ډزو کولو څو پېښې شوې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په وروستۍ هغې کې د تېرې شنبې په ورځ کندهار ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو په یوه چک پواینټ کې پر یوې رېشکې ډزې کړي چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او دوه نورې ټپیانې شوې دي.