د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون  پر خوست او کونړ  ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له لوري شوي هوايي بریدونه وغندل او وې ویل چې پاکستان دې په داسې مسایلو د افغانانو حوصلې نه‌ازمايي او بیا تکرار به یې «بدې» پایلې ولري. مجاهد د دغې موضوع پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.

خو د چارو کارپوهان پر خوست او کونړ د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې د اسلامي امارت غبرګون ډېر کمزوری بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو شنونکي جاوید مومند سلام‌وطندار ته وویل، د ډیپلوماټیکو اصولو له مخې، که یو سفیر راغوښتل کېږي، باید ورڅخه څرګند او د قناعت وړ ځواب واخیستل شي او د رسنیو له لارې ولس سره شریک شي.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت له لوري شوی اقدام بسنه نه‌کوي او اړتیا وه چې تر یو وخت پورې اسلام‌اباد سره ډیپلوماټیکې اړیکې بندې شي.

هغه وویل: «که مونږ خپلواکي لرو او خپلواکه یو، زمونږ ځواب باید د یوه خپلواک حکومت په توګه وي. په دې معنې چې یو خو د سفیر راغوښتل دي، بل کولای شو ډیپلوماټیکې اړیکې بندې کړو، تر یو وخته سفارت ورته وتړو چې دوی پوه شي چې د افغانستان خاوره او وینه دومره بې ارزښته نه ده.»

د نړیوالو چارو بل کارپوه مهدي افضلي بیا د پاکستان له‌خوا د افغانستان په خاوره دغه برید د ټولو اسلامي، بشري او نړیوالو قوانینو خلاف کړنه بولي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل، دا چې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او پر مېرمنو د محدودیتونو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو له امله تر فشار لاندې دی، د ناسمو سیاستونو په دلیل چې څوک ورڅخه رضایت نه‌لري، نه‌شي کولای د پاکستان پر وړاندې تر دې جدي غبرګون وښيي.

خو هغه زیاته کړه، پاکستان په دې کار سره غواړي نړیوالو ته وښیي چې اسلامي امارت سره اړیکې نه‌لري او غواړي د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې عملي ګامونه پورته کړي، څو یې په بدل کې له نړیوالې ټولنې اقتصادي او سیاسي امتیاز ترلاسه کړي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت تېروتنه کوي په کور دننه یې د خلکو زړونه له لاسه ورکړي، په زور او شلو یا دېرشو کلونو وړاندې سخت چلن سره دوی دا په ډاګه کوي چې د جوړونې لپاره لازم ظرفیت نه لري.»

د چارو کارپوهانو په وینا، داسې ښکاري چې پاکستان دې دغه بریدونه د هغو جېټ الوتکو په واسطه کړي وي چې د ځینو پخوانیو جهادي مشرانو له‌خوا د پاکستان په واک کې ورکړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا څرګندونې داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت چارواکو ویلي، تل یې د ملت غوښتنو ته درناوی کړی او ژمن دي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي او چاته ته اجازه نه‌ورکوي چې پر افغان خاوره تېری وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام