هرات کې د یوه مشهور صراف عبدالرحیم صدیقي له وژل کېدو وروسته، د دغه ولایت د صرافانو ټولنې مسوولان او د صدیقي خپلوان په دغه ولایت کې د صرافانو او پانګوالو لپاره د امنیت له نه‌شتوالي څخه اندېښنه څرګندوي. هغوی وايي، په تېرو څو میاشتو کې د هرات ښار امنیتي وضعیت خراب شوی او اسلامي امارت مسوولیت لري چې د خلکو او د صرافانو امنیت ټينګ کړي.

د هرات د صرافانو ټولنې رییس، بهاءالدین رحیمي وویل، «له هر څه مخکې امنیت مونږ ته مهم دی. په تېر حکومت کې هم خصوصي سکتور ورته شکایت درلود او اوس یې هم لري. هیله ده چې د اسلامي امارت مسوولان پوه شوي وي او امنیت تامین کړي، ځکه  موږ وينو چې په اوسنيو شرايطو کې زموږ ډېری هېوادوال په تېره بيا خصوصي سکتور بهر ته وتلي او پانګونه هم  بهر ته وتلې ده.”

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له بلېإخوا د عبدالرحیم صدیقي خپلوان او د هرات ښار یو‌شمیر اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې د صدیقي د وژنې عاملان وپېژني او مجازات یې کړي. د هغوی په وینا، عبدالرحیم صدیقي له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او له دې امله چې هغه د هرات ښار یو مشهور صراف و، په نښه شوی دی.

د هرات ښار اوسېدونکي د اسلامي امارت او امنیتي بنسټونو له مسوولانو څخه غواړي چې د صرافانو امنیت ټینګ کړي. په همدې حال کې د هرات د امنيې قومنداني مطبوعاتي امر محمود رسولي وایي چې د دغه صراف د قاتلینو د پېژندلو په لټه کې دي او وې‌ویل چې د اسلامي امارت ځواکونه به د خلکو په تېره د صرافانو او پانګوالو د امنيت په تامين کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عبدالرحیم صدیقي چې د هرات له مشهورو صرافانو څخه و، پرون شپه خپل کور ته پر لاره د وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام