د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ: له اساسي حقونو څخه د ښځو بې برخې کول د منلو نه دي

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر تړل پاتېدو نیوکه وکړه. د دغه غورځنګ غړو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، زده‌کړه د ښځو اساسي حق ده او اسلامي امارت دې ژر تر ژره پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ دواړو هېوادونو له تېرو څو میاشتو همغږي لرله

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار پر افغانستان له هوايي برید وروسته ویلي، له څو میاشتو راپدېخوا اسلام‌اباد له کابل سره د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د امنیت خوندیتوب او همغږۍ په موخه په اړیکه کې و.

شنونکي: د پاکستان د هوایي بریدونو پر وړاندې د ا.ا غبرګون ډېر کمزوری و

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون  پر خوست او کونړ  ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له لوري شوي هوايي بریدونه وغندل او وې ویل چې پاکستان دې په داسې مسایلو د افغانانو حوصلې نه‌ازمايي او بیا تکرار به یې «بدې» پایلې ولري. مجاهد د دغې موضوع پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.

پکتیا کې د ا.ا پوله‌ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

د پکتیا ولایت محلي چارواکي سلام‌وطندار ته وایي چې بېګاه په ډنډ پټان ولسوالي کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت د پوله‌ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې ده. ځايي اوسېدونکي هم رامنځته شوې نښته تاييدوي او وايي چې دواړو خواوو څو ساعتونه پر يوه بل ډزې کولې.

د بادغیس اوسېدونکي له ولسوالیو څخه مرکز ته د غځېدلو سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

د بادغیس اړوند د مقُر، قادس او جوند ولسوالیو اوسېدونکي د دغه ولایت له ولسوالیو څخه مرکز ته د غځېدلو سړکونو له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې پر دغو لویو لارو د سفر پرمهال له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.

ملګرو‌ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د پاکستان بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان هوايي بریدونه چې د ښځو او ماشومان په‌ ګډون په‌کې ۴۰ کسان ووژل شول، د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او د امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ له پرېکړه‌لیکونو څخه ښکاره سرغړونه ده.