روسیې وړاندیز کړی چې که اوکرایني پوځیان د یکشنبې تر ورځې د ماریوپول په بندري ښار کې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، دوی به یې ژوند وروبښي او هېڅ زیان به ورته ونه رسوي.

د روسیې حکومت ویلي چې اوکرایني پوځیان او “بهرني اجیر پوځیان” چې لا هم په ماریوپول کې جګړه کوي، کولای شي د مسکو پر وخت د سهار له ۶ څخه د ماسپښین تر ۱ بجو پورې خپلې وسلې پر ځمکه کېږي او دوی به یې له وژلو تېر شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روسیه وايي، دا ښار یې نږدې ټول تر خپل کنټرول لاندې راوستی چې له څو اوونیو راهیسې تر سختو بمباریو لاندې وو. په ورته مهال روسیې ویلي، که چېرته دغه پوځیان خپله وسله‌ پر ځمکه کېږي، د جنګي بندیانو په اړه د جېنوا د کنوانسیون له مخې به ورسره چلن وشي.

د روسیې د پوځي چارواکو په وینا، په ماریو پول ښار کې د اوکرایني پوځیانو یوازینۍ پاتې ډله ازوفستال ته څېرمه د فولادو په یوه فابریکه کې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي مخکې خبرداری ورکړی و چې په ماریوپول کې د پاتې جنګیالیو «له منځه وړل» به له روسیې سره د خبرو اترو د پای په معنی وي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام