د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي چې روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کیمیاوي وسلې وکاروي.
د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د ناټو د سرمنشي له قوله ویلي، که روسیه د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي، نو جنګي جنایت به یې کړی وي.
سټولټنبرګ اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونې د شتون په تړاو د خبرونو په غبرګون کې ویلي چې په تېرو څو ورځو کې يې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونو په تړاو بېبنسټه راپورونه اورېدلې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي یادونه وکړه چې ناټو باید هوښیاره وي، ځکه روسيه ښايي د کیمیاوي وسلو دا عملیات د دغو دروغو پر بنسټ پلان کړي. د ناټو سرمنشي زیاته کړه، که څه هم اوکرینیان په مېړانه د روسیې د تېري پر وړاندې مقاومت کوي، خو ښايي راتلونکې ورځې ورته سختې وي.
د ناټو سرمنشي په داسې مهال د اوکراین په جګړه کې د روسيې له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره کوي چې اوونۍ وړاندې امریکا هم ویلي چې روسیه په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارونې هوډ لري. سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و چې ښايي روسیه پر اوکراین د کیمیاوي وسلو د کارونې پر پلان بوخته وي.
روسي چارواکو او رسنیو ادعاوې کړې وه چې اوکراین د امریکا په مرسته د یوه داسې بم د جوړولو لپاره پر پلان لګیا ده چې رادیواکتیو مواد خپروي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ادعا کړې وه چې اوکراین د اټمي وسلو د جوړولو په هڅه کې ده.
خو هغه مهال د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي پر خپل ټویټرپاڼه د روسیې له لوري دا ادعاوې ناسمې بللې وې چې ګواکې امریکا په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو ازمایښت ځایونه جوړوي.
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د روان کال په لومړیو کې د روسیې له لوري په اوکراین کې د یوې جعلي او یا هم رښتیني کیمیاوي برید خبرداری ورکړی و، خو نوموړي دغه څرګندونې پر اوکراین د روسیې له برید وړاندې کړې وې.
په همدې حال کې لوېدیځ چارواکي هم د روسیې له لوري د بریدونو په اړه ورته اندېښنې لري. د لوېدیځ یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې په سوریې کې د دغې وسلې له کارنې وړاندې دغه هېواد ورته ادعاوې خپرولې.