سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې ښايي روسیه پر اوکراین د کیمیاوي وسلو د کارونې پر پلان بوخته وي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي پر خپل ټویټرپاڼه د روسیې له لوري هغه ادعاوې ناسمې بللي چې ګواکې امریکا په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو ازمایښت ځایونه جوړوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ټينګار کړی چې دا ادعاوې ناسمې دي او روسیه په اوکراین کې د نورو  بې دلیله بریدونو لپاره د توجیې هڅه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې زیاته کړې: «اوس چې روسیه د درغو دغه ادعاوې وړاندې کوي او په ښکاره دغه تبلیغات تاییدوي، ټول باید روسیه وڅارو چې ښايي په اوکراین کیمیاوي وسلې وکاروي.»

ساکي همداراز د روسیې له لوري د کیمیاوي وسلو د کارونې مخینې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې روسیه تل لوېدیځ د دې وسلو پر کارونه تورنوي، خو اوس خپله دغه کار کوي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د روان کال په لومړیو کې د روسیې له لوري په اوکراین کې د یوې جعلي او یا هم رښتیني کیمیاوي برید خبرداری ورکړی و، خو نوموړي دغه څرګندونې پر اوکراین د روسیې له برید وړاندې کړې وې.

په همدې حال کې لوېدیځ چارواکي هم د روسیې له لوري د بریدونو په اړه ورته اندېښنې لري. د لوېدیځ یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې په سوریې کې د دغې وسلې له کارنې وړاندې دغه هېواد ورته ادعاوې خپرولې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسي چارواکو او رسنیو په وروستیو ورځو کې داسې ادعاوې کړي چې اوکراین د یوه داسې بم د جوړولو لپاره پر پلان لګیا ده چې رادیواکتیو مواد خپروي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ادعا کړې چې اوکراین د اټمي وسلو د جوړولو په هڅه کې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام