د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له دوام څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې پر اوکراین د روسیې یرغل به د نړیوالې جګړې لامل شي.

د امریکا مخکیني ولسمشر له فاکس‌نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ټينګار کړی چې د جو بایډن حکومت باید د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مخه ونیسي او له «بندیزونو هاخوا» اقدامات وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي ویلي چې پر اوکراین د روسیې برید باید نه وای شوی. ټرمپ زیاته کړې: «دا یو وحشتناکه کړنه ده. هېڅ‌کله د هېڅ ډول شرایطو لاندې باید نه وای پېښ شوی.»

ټرمپ خبرداری ورکړی چې د روسیې او اوکراین جګړه ښايي د نړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځول شي او نړیواله جګړه به رامنځته شي. د نوموړي په وینا، پر اوکراین د روسیې یرغل، چین دې ته چمتو کړی چې پر ټایوان برید وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره پنج‌شنبه پر اوکراین د پوځي عملیاتو خبر ورکړ او پر دې هېواد یې د ځمکې او هوا له لارې بریدونه پیل کړل. پر اوکراین د روسیې پوځي برید اوس هم روان دی او د رپوټونو پربنسټ، روسیي پوځیان د اوکراین پلازمېنه کیيف ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ټينګار کړی چې له خپل هېواد څخه به دفاع کوي. نوموړي له خپل خلکو غوښتي چې وسله پورته کړي او د روسیې د یرغل پر وړاندې مبارزه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا یوشمېر اروپايي هېوادونو له اوکراین څخه په ملاتړ ویلي چې دې هېواد ته وسلې او پوځي مهمات لېږي. په ورته مهال یادو هېوادونو د روسیې د یرغل په غبرګون کې پر دغه هېواد بندیزونه لګولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام