Asset 1SWN

بلوچستان کې ځانمرګی برید؛ درې کسان وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي

30095318ecec22b

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه ځانمرګي برید له امله د پولیسو د یوه افسر په ګډون درې کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د پاکستان رسنیو نن چهارشنبه د لیندۍ نهمه سیمه کې د پولیسو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه ځانمرګی برید د بلوچستان بالیلي سیمه کې د پولیسو پر یوه موټر شوی او له امله یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رسنیو ویلي چې دغه برید ګې دوه ملکیان او یو پولیس افسر وژل شوی او د درېوو ملکیانو په ګډون ۲۳ پولیس ټپیان شوي دي.

په ورته مهال په بالیلي سیمه کې پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي، د «پولیسو ټرک» موټر سیمه کې د واکسیناتورانو د امنیت خوندیتوب لپاره پر لاره و چې ځانمرګی برید پرې شوی دی.

برید کې ټپي شوي کسان د درملنې لپاره د کوټې روغتون ته لېږدول شوي دي. په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

ټي‌ټي‌پي (پاکستاني طالبانو تحریک) د دغه ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی. دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې پرون ټي‌ټي‌پي‌ د پاکستان له حکومت سره کړی اوربند مات کړ او د بریدونو خبرداری یې ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام