Asset 1SWN

شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ پنځه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

521663faec3eb

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د لیندۍ ۲۸مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید پر مهال پنځه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

رسنیو په سیمه کې د یوه پولیس چارواکي له قوله ویلي چې برید د شمالي وزیرستان د میرامشا او رزمک سیمې پر سړک د پاکستاني ځواکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رسنیو د راپورونو له مخې، ځانمرګی بریدګر په یوه موټرسایکل سپور و او د پوځ له موټرو سره یې نږدې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د پاکستان پوځ او د خېبرپښتونخوا ایالت چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ دغه ځانمرګی برید داسې مهال کېږي چې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه هم یاده سیمه کې پر پوځ ځانمرګی برید شوی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه برید کې یو سرتېری او ملکي کس وژل شوي وو او ۱۵ نور کسان ټپیان وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام