Asset 1SWN

تخار کې ماین چاودنه؛ اته ملکیان ټپیان شوي

BLAST-IN-TAKHAR-pztjrc14m9nrr5h1uodfqemf22lfgmal3u7ab7e1s8

تخار کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، چاودنه نن چهارشنبه سهار د مرغومې اوومه د تالقان چوک مربوطاتو کې رامنځته شوې.

په همدې حال کې د تخار امنیتي مسوولان وايي، چاودنه د تالقان ښار درېیمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د تخار ولایتي روغتون کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته د یوه ماشوم په ګډون شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

په ورته مهال تخار کې د «قطغن» په نوم د یوې خصوصي روغتون مسوولان چې دغه چاودنه هم دې روغتون ته نږدې شوې له اسلامي امارت غواړي چې د روغتیايي مرکزونو امنیت ټينګ کړي.

د قطغن خصوصي روغتون مسوول قطب‌الدین شریفي سلام‌وطندار ته وايي چې په یاده چاودنه کې دغه روغتون ته مالي زیان اوښتی او څلور کارکوونکي یې هم ټپیان شوي دي.

شریفي زیاتوي چې د اسلامي امارت حکومت باید د خلکو او روغتیايي مرکزونو د امنیت ټينګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام