Asset 1SWN

کاپیسا کې یوه ۱۴ کلن هلک ځان را ځړولی

کاپیسا

د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان وايي، یوه ۱۴ کلن هلک د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فائز سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه ۱۴ کلن هلک پرون شپه اته بجې د تګاب ولسوالي په سیدخېلو سیمه کې د انارو ونه کې ځان را ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په وینا، یاد هلک د ښوونځي زده‌کوونکی و او کورنۍ یې هڅه کړې چې د تګاب ولسوالي کلینیک ته یې یوسي او ژوند یې وژغوري، خو نه‌دي توانېدلي.

نوموړی وايي چې تر اوسه د دې پېښې انګېزه او لامل نه‌دي روښانه شوي، خو په خبره یې، کشفي او استخباراتي مسوولانو یې په تړاو څېړنې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې کاپیسا او د هېواد نورو ولایتونو کې ځوانان، ښځې او سړي ځانونه راځړوي یا له نورو لارو ځانونه وژني، بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام