پکتیا کې نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل شول چې له څو اوونیو راهیسې د لېسو مدیرانو او ځايي خلکو له‌خوا پرانېستل شوي وو.

دغه ښوونځي د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالي کې پرانېستل شوي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د راپورونو له مخې، نن سهار نجونو هغه مهال چې ښوونځیو څخه ستنې کړل شوې، په لاریون ووتلې. نجونې لاریون کوونکې چې شمېر لسګونه کسان وو، د لاریون پرمهال د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کوله.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پکتیا کې نجونې زده‌کوونکې د لاریون پرمهال «موږ خپل حق غواړو او ښوونځي پرانیزئ» شعارونه ورکوي.

تراوسه د پکتیا محلي مسوولانو دغه ولایت کې د ښوونځیو تړل‌کېدو او د نجونو د لاریون په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبېح الله مجاهد په یوې خبري غونډه کې ویلي و چې له پوهنې وزارت پرته بل څوک د ښوونځیو پرانېستل‌کېدو واک نه لري او په دې اړه به پلټنه وکړي.

له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د نجونو په تلو یې بندیز لګولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

که‎ څه هم نړیوالې ټولنې، ګڼ‌شمېر هېوادونو او بنسټونو له اسلامي امارت په وار وار غوښتي چې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام