پکتیا کې لاریون؛ نجونې زدهکوونکې: موږ خپل حق غواړو
پکتیا نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل شول چې له څو اوونیو راهیسې د لېسو مدیرانو او ځايي خلکو لهخوا پرانېستل شوي وو. د راپورونو له مخې، نن سهار نجونو هغه مهال چې ښوونځیو څخه ستنې کړل شوې، په لاریون ووتلې. نجونو لاریون کوونکو د لاریون پرمهال د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کوله.