Asset 1SWN

د لوګر په روغتونونو کې د ښځینه قابلو د کمښت په اړه د خلکو شکایت

photo_2021-09-28_13-29-29-1

د لوګراوسېدونکي وايي، د ولایتي روغتون تر څنګ، په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې هم د ښځینه ډاکترانو او قابلو شمېر لږ دی او همدا لامل دی چې خلکو ته په سم ډول روغتیايي خدمتونه نه رسېږي.

د لوګر اوسېدونکې فاطمه وايي، که څه هم د پخوا په پرتله د مور او ماشوم د مړینې پېښې کمې شوي، خو لا هم په یوشمېر ولسوالیو او کلیو کې ښځينه ناروغانې د زېږون پر مهال د قابلو کمښت له امله ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې پر عامې روغتیا وزارت او مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې په لوګر کې د ښځينه ډاکترانو شمېر زیات کړي، څو ښځینه ناروغانې روغتیايي خدمتونو ته اسانه او پوره لاسرسی پیدا کړي.

همداشان، د لوګر د ولایتي روغتون یوې ښځينه قابلې صدف صالح سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په دولتي روغتونونو کې شته قابلې بسنه نه کوي.

د هغې په خبره، اړتیا ده چې عامې روغتیا وزارت په دولتي روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې او قابلې وګوماري او شمېر یې هم زیات کړي. صدف صالح وايي، که په روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو شمېر زیات شي، ښځینه ناروغانو ته به ښه خدمتونه ورسېږي.

د لوګر د عامې روغتیا رییس حافظ سیدالرحمان قادري بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس د ټول ولایت په کچه په دولتي روغتونونو کې ۱۱۰ ښځینه قابلې کار کوي او په وینا یې، دا شمېر د دغه ولایت د ښځینه ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د عامې روغتیا وزارت او ځینو نړیوالو بنسټونو په همکاري په مرکز پل‌علم او لرو پرتو ولسوالیو کې د ښځینه قابلو شمېر ډېر کړي.

د لوګر تر څنګ، د ګڼ‌شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د ښځینه ډاکټرانو او قابلو د نشتون او کموالي په اړه شکایت کوي او له روغتیا وزارت څخه غواړي چې په دولتي روغتونونو کې له اړتیا سره سم ښځینه ډاکټرانې او قابلې وګوماري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام