Asset 1SWN

شنونکي: له نړۍ سره د ا.ا تقابل پر افغانانو د نړیوالې ټولنې مرستې کمې کړي

_120362309_gettyimages-154206962-594x594 (1)

د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تقابل چې د تېرو شاوخوا شلو میاشتو پر مهال په افغانستان کې بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په پام کې نه نیولو له کبله ډېر شوی، دغه وضعیت له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم را کمې کړې دي.

اوس د بریټانيا حکومت له افغانستان سره د خپلو ۲۴۶ ميليونه پونډه مالي مرستې په سلو کې ۵۰ سلنه کمې کړي او دا کچه یې ۱۰۰ ميليونو ته را ټیټه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې تر څنګ، د امریکا د سولې انسټېټیوټ هم په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ چې په‌کې ویل شوي وو، په افغانستان کې د اسلامي امارت د چلن له امله د بشري مرستو په برخه کې خلک زیانمن شوي دي.

شنونکي وايي، له افغانستان سره د نړۍ د مرستو کمېدو لامل له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د چلن پایله ده. د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي چې دغه چلن لوېدیځوالو ته دا پلمه په لاس ورکړې، څو خپلې مرستې کمې کړي او ښايي د دغو مرستو کچه د ا.ا د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال کېدونکو مرستو ته را ټیټه کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی د افغانانو د ستونزو حل په موخه د نړۍ د بشري مرستو رسولو پر ارزښت د ټینګار تر څنګ، له اسلامي امارت څخه غواړي چې د مرستو را جلبولو او د فرصتونو برابرولو برخه کې له نړیوالې ټولنې سره همغږی شي؛ ځکه په وینا یې، د دغو مرستو درېدل به اقتصادي ستونزې وزېږوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، نړیواله ټولنه دې د افغانانو د اقتصادي وضعیت ‌ښه‌والي لپاره نه یوازې د هغوی کنګل شوې شتمني ور پرېږدي، بلکې د پرمختیايي او کارموندنې اړوند پلانونو ملاتړ دې وکړي.

د یادونې ده چې تر ډېره د اسلامي امارت لهخوا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی لامل شو چې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو رسول له ننګونو سره مخامخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام