په تېرو نږدې دوو کلونو کې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره ګڼشمېر غونډې جوړې شوي، خو تر اوسه په عملي ډول اغېزناکې نهدي تمامې شوي.
د ناروې له غونډو پیل تر دوحې پورې چې ټولو کې پر ټولشموله حکومت، د بشري حقونو په پام کې نیول او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار شوی، هېڅ غونډه نهده توانېدلې چې اسلامي امارت دغو غوښتنو ته په غاړه اېښودلو اړ کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د نړۍ او سیمې هېوادونو له لوري د افغانستان قضیې ته ارزښت نه ورکول او پر خپل دریځ د اسلامي امارت درېدل لامل شوي چې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې بېګټې پاتې شي.
د نړیوالو چارو شنونکی مصطفی مدثر سلاموطندار ته ویلي چې د افغانستان په اړه سیمهييزې غونډې یوازې د سیمې هېوادونو د امنیتي اندېښنو له کبله جوړې شوي او همدا لامل دی چې د افغانستان وضعیت د ښه کېدو برخه کې یې ګټه نهده کړې. هغه زیاتوي چې تر اوسه د افغانستان په اړه یوه نړیواله غونډه په دوحه کې جوړه شوې چې په خبره یې، هغې هم کومه ګټه نه لرله.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري بیا باور لري چې د اسلامي امارت له لوري د سیمې او نړۍ هېوادونو او افغانانو غوښتنو ته نه پام او پر خپل دریځ ټینګ درېدل لامل شوي چې افغانستان له سیمهييزو او نړیوالو تعاملاتو لرې پاتې شي.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا پر نړیوالې ټولنې نیوکه کوي، سره له دې چې دوی خپل معیارونه پوره او قانوني پړاوونه وهلي، خو نړۍ بیا هم ورسره رسمي تعامل نهدی کړی او په وینا یې، د اسلامي امارت لهخوا په دې برخه کې کوم خنډ نشته.
افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو خوندیتوب، د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پرانېستل کېدل او ښځو ته د کار اجازې ورکړه هغه مهم ټکي دي چې په سیمهييزو او نړیوالو غونډو کې پرې ټینګار شوی، خو اسلامي امارت تل ویلي چې حکومت یې ټولشموله دی، د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار پر مسلې هم کار کوي.