Asset 1SWN

هند کې د امنیتي غونډې ګډونوال: د افغانستان روان وضعیت اندېښمن کړي یوو

nsa_1670320012465_1670320038492_1670320038492

د «ټایمز‌اف انډيا» په نوم یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکي نن د ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، او قرغزستان هېوادونو له امنیتي چارواکو سره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه کړې.

د ټایمز‌اف انډیا د راپور له مخې د یادې ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او دې برخه کې یې د پراخو همکاریو غوښتنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند ملي امنیت مرستیال اجیت دوال دې ناسته کې وویل: «د افغانستان وضعیت مهمه موضوع ده چې موږ ټول یې اندېښمن کړي یوو. هند د دې مېز پر وړاندې د راټولو شویو کسانو په څېر ورته اندېښنې، موخې او بېړنۍ حل لارې لري.»

د پوځي چارو یو‌شمېر کارپوهان وايي چې دغه ناسته د روسیې، تاجکستان او ازبکستان د ناستو پر دوام جوړه شوې او پرېکړې یې د افغانستان لپاره الزامي نه دي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وویل: «یادې ناسته کې چې کومې پرېکړې کېږي، الزامي نه دي او اسلامي امارت هم دې ته بابېزه دی، خو دغو هېوادونو ته مهم دي، ځکه مسوولان یې سره ټولېږي او ارزونه کوي او خپله معلومات سره شریکوي.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو بل کارپوه طارق فرهادي وايي، افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو د اسلامي امارت نامعلوم سیاست او د ناامنۍ پېښې، د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې راپارولي دي.

نوموړي وویل: «د افغانستان په شمال کې د ډلو ستونزه شته او د مرکزي اسیا هېوادونه ګواښي چې دا هند ته یوه مهمه موضوع ده، ځکه دوی هم له ترهګرو ډلو وېرېږي. له بده مرغه چې دغه ډلې افغانستان کې فعالې دي او نن یې هم بلخ کې برید کړی دی.»

بل‌خوا اسلامي امارت بیا افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې بې‌بنسټه بولي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه دی او اسلامي امارت به چا ته اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې نورو هېوادونه وګواښل شي.

 نوموړي وویل: «د خلکو منځ کې چېرته کومه کوچنۍ پېښه وشي او یا هم چېرته ډزې وشي، که دا د امریکا او نورو اروپايي هېوادونو سره پرتله کړو، زموږ هېواد کې امنیت ټينګ دی، ځکه هلته هم دغسې پېښې کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

هند کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو غونډه کې د منځنۍ اسیا هېواودنو سره د هند پر نښلولو هم بحث شوی او د دغه هېواد ملي امنیت سلاکار دغه اتصال د هند له مهمو لومړیتوبونو څخه بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام