یوشمېر مسافر له بېګاه راهیسې د هرات‌-‌غور پر لویې لارې په «بند بایان» سیمه کې د واورې اورېدو او توپان له کبله بند پاتې دي. دغه مسافر چې شمېر یې له ۱۵۰ نه اوړي، وايي چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي، که دولت ورسره همکاري ونه کړي او یاده لویه لاره پاکه نه کړي، د هوا سوړوالي له کبله به مړه شي.

دغه مسافران وايي، له تېرو درې شپو او ورځو راهیسې پر دې لارې روان دي، خو د واورې اورېدو او لارو بندوالي له کبله تر اوسه غور ته نه دي رسېدلي.

دوی وايي، پرون یې څو ځله د غور له محلي مسوولانو سره اړیکه ونیوله، خو تراوسه یې هېڅ مرسته نه ده ورته رسولې.

د مسافر وړونکو شرکتونو استازي فضل‌الحق او فریداحمد وايي چې له ۱۵۰ ډېر مسافر او لسګونه کوچني او غټ موټر د غور‌-‌هرات پر لویې لارې بند پاتې دي. دوی وايي، دولت او د واورې پاکولو قراردادي شرکتونو تراوسه هېڅ کار نه دی کړی.

دوی هم وايي چې د غور له محلي چارواکو سره یې اړیکې نیولي، خو په وینا یې، تراوسه یې د مسافرو ژغورلو لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

د غور محلي چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو د ټولګټو چارو وزارت د ویاند مرستیال اشرف حق‌شناس وايي چې د یادې لارې د پاکولو لپاره یې کاري ډله لېږلې ده.

باروړونکي او مسافر وړونکي موټر د «دره‌ جام» لویې لارې د تړل کېدو له امله د «بند بایان» له لارې هرات او بیا له هغه ځایه غور ولایت ته تګ‌راتګ کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام