په ترکیه کې ګڼ‌شمېر افغان کډوال وايي، د تېر کال په پرتله د خوراکي توکو نرخونه، د کور کرایه، اوبه، برښنا او د ګازو بیې لوړې شوي او دوی یې په اړه سختې اندېښنې لري. ‎د خوراکې توکو د بیې لوړوالی، او د کورونا له کبله پیدا شویو اقتصادي ستونزو د نورو هېوادونو تر څنګ، پر ترکیې هم منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې بیا کډوالو ته رسېدلی دی.

په ترکیه کې یو افغان کډوال امیرمحمد فاریابي سلام‌وطندار ته ویلي چې کورونا ویروس له خپرېدو سره سم د ۱۳۹۸ کال له کب میاشتې راهیسې له وزګارتیا کړېږي. هغه وايي، سره له دې چې په استانبول کې ۲۰ میلیونه وګړي اوسېږي او ډېرې کاري اسانتیاوې په‌کې دي، خو د کډوالو لپاره د کار موندنه ستونزمنه شوې ده.

دغه افغان کډوال چې له ۱۳۹۵ کال راهیسي په ترکیه کې ژوند کوي، زیاتوي چې په تېرو کلونو کې کډوال له هر اړخه هوسا وو او کاروبار یې هم درلود، خو د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د فاریابي په خبره، په تېرو کلونو کې کار ډېر اسانه پیدا کېده او ورځنۍ پیسې یې هم د قناعت وړ وې، خو اوس د کار نه موجودیت تر څنګ، د خوراکې توکو د بیو لوړوالی، کورنټین، او د «حس کوډ» لګېدل لامل شوي چې د کار لپاره هم هغه کډوال غوره شي چې یاد کوډ لري.

سید نوراغا موسوي په ترکیه کې یو بل افغان کډوال دی. هغه هم وايي چې د کورونا له کبله ورته کار نه پیدا کېږي او نه یوازې دی، بلکې ټول کډوال له اقتصادي ځوړ سره مخامخ دي او ان د خپل خرڅ پیسو ته حیران دي.

د دغه کډوال په خبره، مخکې به يې د کار پیسې د ده له اړتیا زیاتېدې او افغانستان کې به یې خپلې کورنۍ ته لېږلې، خو اوس د خوراکي او نورو توکو د بیو لوړوالي له کبله ایله خپله پرې وچلېږي.

یو بل افغان کډوال حلیم تاندوغان چې په استانبول کې اوسېږي، وايي د کورونا وبا له خپرېدو سره سم د ټولو توکو بیې لوړې شوي او کار هم نه پیدا کېږي چې په خبره یې، دغه وضعیت یې ژوند ور تریخ کړی دی.

د یادونې ده، هغه زرګونه افغان کډوال چې د ترکیې دولت نه يې د کډوالۍ کارت نه دی اخیستی، بې‌برخلیکه ژوند کوي. دوی وايي، د قانوني سندونو نه لرلو له کبله ورته څوک کار نه ورکوي.

دوی له افغان دولت، ترکیې، د کډوالۍ سازمان او نورو اړونده مرستندویه ادارو نه غواړي چې ستونزو ته یې پام وکړي او نور یې له دغه بې‌برخلیک وضعیت نه وژغوري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام