د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. شاه‌ولي چې د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی او د مخکیني حکومت کارکوونکی دی، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله شکایت لري. هغه چې د ۲۰کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړنکی دی، وایي چې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو او د معاش نه ترلاسه کولو له امله په ژمي کې د خوړو او ځان تودېدو لپاره څه نه لري.

شاه‌ولي زیاتوي چې کار نه لري او په بازار کې هم د خوراکي توکو بیې له اسمان سره خبرې کوي، هغه وایي چې اوس په بازارونو کې د وړو بیه له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې او غوړي هم چې وړاندې ۷۰۰ افغانۍ وو، اوس یې بیه ۱۵۰۰ ته ختلې چې دوی یې د پېرلو وس نه لري.

د سلا‌م‌وطندار يښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، «چای کیلو ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلی او غنم هم ۱۵۰۰ افغانیو ته، مونږ په یوه کور کې ۲۰ کسان یو او که چېرته دولت له مونږ سره مرسته وونه کړي، ژمی را روان دی، بوټي نه لرو، تېل نشته، ګاز او پیسې نشته، کار نشته، مونږ څه وکړو؟.»

شاه‌ولي او د بادغیس ولایت نورو اوسېدونکي وایي چې د اسلامي امارت د راتګ راهیسې د یاد ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو لکه وړه، غوړي، وریجې او د سوند توکو بیې دوه برابره شوې او که چېرته اسلامي امارت دې برخې ته پام ونه کړي، خلک به له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکی عبدالناصر انوري وایي، له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه دا ده چې په بازارونو کې د توکو بیې کنټرول کړي، ځکه د هغه په وینا، هغه خوراکي توکي چې دوی وړاندې په ۵۰۰ افغانۍ پېره، اوس یې په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ رانیسي چې بیې یې دوه برابره لوړې تللې دي.

په همدې حال کې د بادغیس ولایت یو بل اوسېدونکی سید‌عتیق‌الله د دغه ولایت په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي لامل د اسعارونو په بیو کې لوړېدل، په هېواد کې وروستي تحولات او د ګمرکونو نه فعالېدل په کوته کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د بادغیس ښاروالۍ لپاره د اسلامي امارت ښاروال د دغه ولایت د اوسېدونکو یادې ستونزې تاییدوي او وایي، دوی هڅه کوي چې دغه ولایت ته د وارد شویو توکو بیې کنټرول کړي.

وچکالۍ، بې‌وزلۍ، لوږه او په هېواد کې وروستيو تحولاتو د خلکو پر ژوند بدې اغېزې کړي چې اوس مهال د بادغیس سلګونه اوسېدونکي په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام